د سوریې د حما په ښار کې د بشار اسد ځواکونو ستر قتل عام وکړ.
د اسد ځواکونو دا ځل د مخالفینو تر کنټرول لاندې په سیمو د زهرجنو کیمیايي بمونو بریدونه وکړل
د سوریې د حما په ښار کې د بشار اسد ځواکونو ستر قتل عام وکړ.
د اسد جنګي الوتکو د حما ښار د العقیربات په سیمه کې استوګنځایونو زهرجنوکیمیايي بمونو بریدونه وکړل چې په پایله کې ۸۵ تنه مړه او نږدې ۵۰۰ تنه نور زهرجن شوي دي.
د سیمې یو تن مدني فعال عمر حمزه د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې د اسد د رژیم جنګي الوتکو د حما ولایت په ختیځ کې د العقیربات په سیمه چې د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې ده په ملکي استوګنځایونو د زهرجنو کیمیايي موادو بمونو بریدونه وکړل.
هغه ویلي دي چې په بریدونو کې ۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۵۰۰ تنو پورې مسموم شوي دي چې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
مسموم شوو کسانو نه ډیرو د سترګو دید د لاسه ورکړی او د ډول ډول نورو شکایتونو له امله صحرايي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري.