اسراییلو  یو ځل بیا  په سوریه کې د بشار اسد د رژیم  په بعضو  پوځي هډو هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلي جنګي الوتکو په سوریه کې د اسد په پوځي هډو بریدونه وکړل

621078
اسراییلو  یو ځل بیا  په سوریه کې د بشار اسد د رژیم  په بعضو  پوځي هډو هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلو  یو ځل بیا  په سوریه کې د بشار اسد د رژیم  په بعضو  پوځي هډو هوايي بریدونه وکړل.

د اسد رژیم ته نږدې  خبري سرچینو د اسراییلو د جنګي الوتکو لخوا په سوریه کې  د اسد د رژیم اړوند په نظامي مرکزونو د هوايي بریدونو نه خبر ورکړی  دی .

همداشان د اسراییلو ځینو خبري رسنیو هم  ویلي دي چې  د اسراییلو جنګي الوتکو د سوریې په پلازمینه دمشق  او د لبینان  په پوله کې  د بشار اسد ځواکونو په پوځي مرکزونو  او ځینو  موټرو  بریدونه کړي دي.

د ټایمز اف اسراییل  ورځپاڼې  لیکلي دي چې  د اسراییلو جنګي الوتکو د اسد په څو پوځي هډو  د برید سربیره  حزب الله د ډلې د وسلو په یو کتار هم  هوايي بریدونه کړي دي.

د بله پلوه  اسد رژیم ته  نږدې  یو خبري اژانس ویلي دي چې  د اسراییلو جنګي الوتکې  د لبنان د هوايي حریم له لارې  د سوریې په پلازمینه دمشق کې  په پوځي هډو  بمبارۍ کړي دي.

یاد شوي خبري اژانس ویلي دي چې د هوايي بریدونو نه وروسته د ډیرو زورورو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د سوریې  رژیم  بیا تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي. همداشان پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې  په اړه هم څه ندي ویل شوي.

اسراییل  د لومړی ځل ندی چې  په سوریه کې د اسد په پوځي هډو  هوايي بریدونه کوي. اسراییلي جنګي الوتکو ددینه مخکې هم  په کراتو  په سوریه کې د اسد د ځواکونو په پوځي هډو  بریدونه کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بیا  ویلي دي چې ددې بریدونو نه موخه  د اسد د رژیم لخوا د حزب الله ډلې ته د وسلو د استولو مخنیوی  دی.


پيوندونه: #اسراییل , #سوریه

اړوند خبرونه