د محمد مرسي په اړه د محكمې مهمه پرېكړه
په مصر كې د تميز محكمې د لومړني ټاكل شوي ولسمشر محمد مرسي په اړه چې د كودتا په واسطه له واكه لرې او بيا زندان ته واچول شو، پرېكړه وكړه.
611157
د تميز محكمې د مرسي په حق كې د ابتدايه محكمې لخوا د اعدام د سزا پرېكړه رد كړله.
د اخوان المسلمين د تشكيلاتو مشر محمد مرسي په ۲۰۱۵م كال كې د يوې ابتدايه محكمې لخوا د انقلاب پر مهال له يو زندانه د تښتېدلو كسانو په تور د اعدام په سزا محكوم شوى وو.
مرسي په ۲۰۱۳م كال كې د عبدالفتاح السيسي لخوا د يوې نظامي كودتا په ترڅ كې له واكه لرې او زندان ته ولېږل شو.
سربېره پر دې محكمې محمد مرسي د جاسوسۍ د دعوا په تور په ۲۰ كلونو بند هم محكوم كړى دى.