حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د مکې په ښار د بالستیک توغندي برید وکړ
په مکې مکرمه د بالستیک توغندي د برید مخه ونیول شوه
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي دي چې تیره شپه حوثي یاغیانو د یمن د صعده د ښار نه د سعودي عربستان د مکې په ښار د بالستیک توغندي برید وکړ چې د مکې په ۶۵ کیلومترۍ کې ددوی د دفاعي سیستم لخوا شنډ کړې شو.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې برید د اکتوبر په ۲۷ مه نيټه د شپې په ۹ بجو شوی دی .
په خبر کې راغلي دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو دفاعي سیستم پدې وتوانید چې توغندی د مکې مکرمې ښار په ۶۵ کیلومترۍ کې په هوا کې وچوي.
په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی رسیدلی. د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي دي چې د برید نه وروسته د یمن د صعدې په سیمه د کوم ځای نه چې په مکې د برید هڅه شوې وه پراخه بریدونه کړي دي.
د بله پلوه حوثي یاغیانو هم د نوموړي برید پخلی کړی دی . حوثي یاغیانو ویلي دي چې د برید هدف په جدې ښار کې د پاچا عبدالعزیز نړۍوال هوايي ډګر وو ټاکل شوی وو.
د یادولو وړ ده چې حوثي یاغیان چې د یمن د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې په کنټرول کې لري د ایران د قوي ملاتړ نه برښمند دي.
حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن د خاورې په سعودي عربستان راکټي بریدونه کوي خو دا لومړی ځل دی چې د بالستیک توغندي سره د مکې ښار چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپڅلی ښار دی په نښه کوي.