د موصل د ښار ستر عملیات پیل شول
په عراق کې د داعش ترهګرې دلې پر خلاف تر ټولو ستر عملیات پیل شول
د عراق د موصل د ښار چې د تیرو دوو کلونو راهیسې د داعش تر کنټرول لاندې دی د ژغورنې ستر عملیات پیل شول.
د عملیاتو د پيلیدو خبر د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د دولتي تلویزیون له لارې پخپله ورکړ.
د ویلو ده چې د موصل ښار د ژغورولو پدې سترو عملیاتو کې د عراق د مرکزي حکومت د پوځ سربیره د عراق په شمال کې د سیمه ایزې ادارې ځواکونو پيشمرګه هم ګډون کړی دی .
عراقي او پيشمرګه ځواکونو په موصل ښار د دریو لورو نه بریدونه پيل کړي دي.
پدې عملیاتو کې د ۱۵ نه تر ۱۸ زرو تنو پورې یواځې پيشمرګه ځواکونو ګډون کړی دی .
د موصل ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې میشتو عراقي او پيشمرګه ځواکونو په نوموړي ښار کې د داعش په مرکزونو لومړی د توپخانې بریدونه پیل کړل.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي تیره شپه په دولتي تلویزیون کې د وینا په ترڅ کې وویل چې « د موصل ښار د عملیاتو په ترڅ کې به د ښار د نیولو په صورت کې یواځې د اردو ځواکونه او پولیس ښار ته ننوځي. »
هغه د موصل د خلکو نه د عملیاتو پر مهال د عراقي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
العبادي وویل چې دا عملیات د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو د هوايي ملاتړ سره پیل شوي دي. العبادي وویل چې د عملیاتو په لړ کې په پام کې ده چې لومړی د موصل ښار د حمدانیه ولسوالۍ چې ډیری پکې مسیحیان میشت دي وژغورل شي.
د بله پلوه د عراق لپاره د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف استازي بریت مک ګورک د ټویټر له لارې ویلي دي چې د داعش پر خلاف پدې عظیمو عملیاتو کې د عراقي ځواکونو سره د همکارۍ د ګډون له امله افتخار کوي.