په بغداد کې په شیعه ویرجنو ځانمرګی برید وشو
د عاشورا په مراسمو ځانمرګی برید وشو
د عراق پلازمینه بغداد کې د چاودنو په پایله کې د مړو شمیره ۵۵ تنو ته لوړه شوه.
بغداد نن یو ځل بیا په وینو ولړل شو.
لومړنی چاودنه د بغداد د الشاب په سیمه کې رامنځته شوه. د بغداد د الشاب په سیمه کې د عاشورا په ویرجنو ځانمرګی برید وشو. ځانمرګي برید کوونکي د عاشورا د ویرجنو په منځ کې د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول. په پیښه کې ۴۱ تنه مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شول.
همداشان دویمه چاودنه د بغداد په شمال کې د پولیسو د تالاشۍ په پوستې وشوه.
پدی برید کې لږ تر لږه ۸ تنه پولیس مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
همداشان دریم برید په بغداد کې د یو سني مشر په کور وشو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې سني مشر چې د عراق د حکومت نه ملاتړ کولو په کور يي وسله وال برید وشو. په برید کې یوې ښځې او ۳ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ.
د بریدونو مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.