روسیې ویلي دي چې په سوریه کې د اسد په رژیم هر ډول برید ددوی ځواکونو ته ستر تهدید جوړوي.
روسیې یو ځل بیا ګواښونه وکړل
روسیې ویلي دي چې په سوریه کې د اسد په رژیم هر ډول برید ددوی ځواکونو ته ستر تهدید جوړوي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وویل چې د اسد تر کنټرول لاندې په سیمو هر ډول هوايي او یا د توغندیو بریدونه ددوی د ځواکونو لپاره هم ستر تهدید جوړوي. هغه وویل « په ځانګړې توګه غواړم امریکايي ستراتیژستانو ته ورپه یاد کړم چې د اس ۳۰۰ او اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د هر ناپیژنده او نامطلوب څیز داسې غبرګون ښايي چې کیدای شي ستاسې لپاره د حیرانتیا وړ وګرځي . »
د روسیې د دفاع وزارت ویاند په پلازمینه مسکو کې خبریالانو ته وروستیو ځینو ادعاګانو په اړه معلومات ورکړل.
د ویاند د هغه ادعاګانو په اړه چې امریکا په پام کې لري د اسد په رژیم هوايي او د توغندیو بریدونه وکړي وویل « لکه څرنګه چې ټول پوهیږي د سوریې د حکومت سره د همغږۍ په چوکاټ کې روسي ځواکونه دنده ترسره کوي. روسي ځواکونه د معلومو مرکزونو ډیر زیات په ساحوي دندو مصروف دي. د همدې امله په سوریه کې د اسد د رژیم تر کنټرول لاندې په سیمو هر ډول هوايي او د توغندیو برید روسي ځواکونو ته ستر ګواښ مخامخوي. د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د جنګي الوتکو لخوا د دیروزور په ښار کې د اسد په ځواکونو د خونړیو بریدونو نه وروسته روسېې هر ډول تدابیر نیولي دي.»
ویاند وویل هر هغه څوک چې په سوریه کې د اسد د رژیم تر کنټرول لاندې په سیمو هوايي او یا د توغندیو بریدونو قصد ولري پایلې باید يي په ډیره ښه توګه وسنجوي.
هغه وویل « په ځانګړې توګه په امریکايي همکارانو او پلان جوړونکو غږ کوم، د پلان د جوړولو او عملي کولو نه مخکې باید د هغه پایلې ښه وسنجوي. « غواړم هغوې ته ورپه یاد کړم چې په سوریه کې ځای په ځای شوي د اس ۳۰۰ او اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستمونه د هر ډول ناپیژانده او نامطلوب څیز پر وړاندې داسې عکس العمل ښايي چې د نورو لپاره به د حیرانتیا وړ وي. »
د بله پلوه نړۍوالو سیاسي شننونکو د روسیې د دفاع د وزارت د ویاند ددې څرګندونو نه امریکا ته په ښکاره توګه د ګواښ په توګه یادونه کړې ده .
ویاند ویلي دي چې د اس ۳۰۰ او اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د هغه څه نه ډیرې زیاتې دي چې نړۍ يي په اړه معلومات لري.