د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو دا ځل په عراق کې دولت پلوي سرتیري ووژل

ایتلافي ځواکونو په عراق کې د دولت په پلوي ځواکونو هوايي برید وکړ

583297
د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو دا ځل په عراق کې دولت پلوي سرتیري ووژل

د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د عراق د موصل ښار ته نږدې  ۲۰ تنه د دولت پلوي ځواکونه ووژل .

د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف جنګي الوتکو د موصل ښار ته نږدې د القیاره سیند په څنډه کې  پروت  حرایب الجبر  په کلي کې  د حشد العشایر په ځواکونو د برید سره لږ تر لږه  شل تنه ووژل .

د حشد العشایرد ځواکونو قومندان شیخ نزهان الصخر  د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې  نن  ایتلافي ځواکونو  په اشتباه کې ددوي په ځواکونو  هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې ددوی شل تنه  سرتیري وژل شوي دي.

هغه وویل چې دا پیښه هله رامنځته شوه چې تیره شپه  داعش ترهګرې ډلې په یاد شوي کلي برید کړی وو چې د  سختې نښتې په پایله کې  داعشیان په شا وتنبول شول  او ګڼ شمیر اورپکي ووژل شول.



اړوند خبرونه