د ازادې سوریې ۱۵ تنه سرتیري شهیدان او ۳۵ تنه نور ټپیان شول
د سوریې په شمال کې په روانو عملیاتو کې د ازادې سوریې ۱۵ تنه سرتیري شهیدان او ۳۵ تنه نور ټپیان شول
581689
د سوريې په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د ترکیې د وسله والو ځواکونو په مشرۍ د روانو عملیاتو په ۴۱مه ورځ ، د ازادې سوریې د جنګیالیو او داعش ترهګرو ترمنځه په نښته کې ، د ازادې سوریې ۱۵ تنه سرتیري شهیدان او ۳۵ تنه نور ټپیان شول.
پدې نښته کې ۱۳ تنه د داعش ترهګرې ډلې جنګیالي هم له منځه وړل شوي دي.
د ویلو ده چې د عملیاتو په ۴۱ م ورځ د داعش اړوند ۶۳ هدفونه له منځه وړل شوي دي.
د بله پلوه د ترکیې جنګي الوتکو د د داعش اړوند ۹ ودانۍ له منځه یوړې. په خبر کې راغلي دي چې سوري مخالفیو د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۱۱ سیمې په کامله توګه د خپل تصرف لاندې راوستي دي.