په سوریه کې د موقت حکومت په جګپوړو چارواکیو ځانمرګی برید وشو.
د سوري مخالفینو په مشرانو خونړی برید وشو
په سوریه کې د موقت حکومت په جګپوړو چارواکیو ځانمرګی برید وشو.
د سوریې د درعا په ولایت کې د اسد د رژیم د مخالفینو پر جګپوړو چارواکیو ځانمرګی برید وشو. د برید په ترڅ کې د اسد د رژیم د مخالفینو د موقت حکومت د سیمه ایزو ادارو د وزیر په ګډون ګڼ شمیر مشرانو ژوند د لاسه ورکړ.
د سوري مخالفینو د سرچینو په وینا د درعا ښار د انخل په سیمه کې د مخالفینو د مشرانو په یوه غونډه ځانمرګی برید وشو. په برید کې د سوري مخالفینو د موقت حکومت د سیمه ایزو ادارو د وزیر یعقوب العمار په ګډون ۷ تنو مشرانو ژوند د لاسه ورکړ او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.
په خبر کې راغلي دي چې پدې برید کې د انخل د سیمې د عسکري شورا مشر غضاب العید هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د برید مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی .
د داعش ترهګرې ډلې ته په نږدې ویبپاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې برید د داعش لخوا شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د سوري مخالفینو موقت حکومت د سوري مخالفینو د ملي ایتلاف لخوا ۳ کاله مخکې جوړ او د مخالفینو تر کنټرول لاندې په سیمو کې فعالیت کوي.