په فلسطینیانو د اسراییلو بې رحمانه ظلمونه دوام لري

اسراییلي پولیسو  په بیت المقدس کې  یو تن فلسطیني  پر دوی د برید د هڅې په بهانه  وواژه  او بل تن يي سخت ټپي کړ.

565316
په فلسطینیانو د اسراییلو بې رحمانه ظلمونه دوام لري

اسراییلي پولیسو  په بیت المقدس کې  یو تن فلسطیني  پر دوی د برید د هڅې په بهانه  وواژه  او بل تن يي سخت ټپي کړ.

په بیت المقدس کې اسراییلي پولیسو ویلي دي چې  نوموړو دوو تنو فلسطینیانو  شوفات په نامه د کډوالو په کمپ کې د خپل موټر سره  د یو تن پولیس د لاندې کولو هڅه وکړه. د نوموړې هڅې نه وروسته  پولیسو په نوموړي موټر برید وکړ  چې په پایله کې یو تن مړ او بل ټپي شو.

د ویلو ده چې  اسراییلو حکومت  د یو پلو  نه  د فلسطین په خاورو کې  د یهودانو ځای په ځای کولو بهیر ته دوام ورکوي او د بله پلوه په ډول ډول بهانو  فلسطینیان  وژني.


پيوندونه: #اسراییل , #فلسطین

اړوند خبرونه