په حلب کې   د فاتحې  په مراسمو  د هوايي  برید له امله  قتل عام رامنخته شو.

د سوریې  د حلب په ښار کې  د فاتحې  په مراسمو  د هوايي  برید له امله  قتل عام رامنخته شو.

560497
په حلب کې   د فاتحې  په مراسمو  د هوايي  برید له امله  قتل عام رامنخته شو.

د سوریې  د حلب په ښار کې  د فاتحې  په مراسمو  د هوايي  برید له امله  قتل عام رامنخته شو. 

د اسد د رژیم  اړوند  جنګي‌  چورلکو  د مخالفینو  تر کنټرول  لاندې  د حلب  د  باب النیراب  په سیمه کې  د فاتحې  په مراسم د بیلري  بم  برید وکړ.  د لومړنیو  شمیرو له مخې  په برید کې  لږ تر لږه  ۲۰ تنه مړه  او  څه باندې  ۳۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

په حلب کې  د ملکي‌ خوندیتوب  د ادارې  چارواکیو  خبري  رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د اسد ځواکونو اړوند جنګي‌ چورلکې  د باب النیراب  په سیمه  کې  د فاتحې  د  مراسمو  په خاطر  په درول شوی  خیمې  د بیلري‌ بم  برید وکړ. همداشان  کله  چې   د ژغورنې ډلو  او  نورو  خلکو  د پیښې  د ټپیانو  د ژغورنې  هڅه کوله  د اسد چورلکو پرې  دویم  بیلري‌ بم ګوزار  کړ. 

د  حلب د ملکي‌ خوندیتوب  د ادارې  چارواکیو  ویلي‌  دي‌ چې  د ټپیانو نه  د ډیرو  روغتیايي‌ حالت  ښه  ندی  او کیدای شي‌ چې د مړو شمیره  لوړه شي. 

د پیښې  ټپیان  په سیمه کې  نږدې  صحرایي‌ روغتونونو ته انتقال او د درملنې  لاندې  نیول شوي‌ دي. د بله پلوه  په بریدونو کې  ګڼ  شمیر  کورونه  ویجاړ  شوي‌ دي.

د ملکي‌ خوندیتوب  ادارې  چارواکیو  په وینا  یو زیات شمیر  کسان  د نړیدولو کورونو لاندې  شوي‌ دي‌  چې  د ژغورنې  چارې  دوام  لري.


پيوندونه: #سوریه , #حلب , #برید

اړوند خبرونه