په سعودي عربستان یو ځل بیا د توغندي برید وشو.
حوثي ملیشو یو ځل بیا په سعودي عربستان د توغندیو بریدونه وکړل
په سعودي عربستان یو ځل بیا د توغندي برید وشو.
د سعودي عربستان د نجران په ښار د توغندي د برید په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان په سویل کې پروت د نجران ښار یو تن چارواکي ډګروال علي الشهراني خبري رسنیو ته وویل چې د یمن له لورې راتوغول شوی توغندی د نجران په ښار کې غورځیدلی دی.
هغه وویل چې د نوموړې پیښې له امله ۳ تنه ټپیان شوي دي چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
د بله پلوه په یمن کې د حوثي ملیشو اړوند د المسیره تلویزیون د یمن له لورې په سعودي عربستان د ۱۲ توغندیو بریدونو نه خبر ورکړی دی .
المسیره تلویزیون ویلي دي چې بریدونه د سعودي عربستان په عسکري هډو شوي دي.
دا لومړی ځل ندی چې د یمن له لورې په سعودي عربستان د توغندیو بریدونه کیږي.
د تیرې یوې میاشتې راهیسې د چا خبره هره ورځ د یمن له لورې په سعودي عربستان د توغندیو بریدونه کیږي.