آيا لېبيا د تجزيې په درشل كې ده؟

په لېبيا كې د ملي مطابقت حكومت چې كوښښ كوي په ټول هېواد كې خپل حاكميت ټينګ كړي، پرون يې اعلان وكړ چې ددې هېواد د سرت په ښار كې يې د داعش مركزي هډه نيولې ده.

553128
آيا لېبيا د تجزيې په درشل كې ده؟

 

 

په لېبيا كې د ملي مطابقت حكومت چې كوښښ كوي په ټول هېواد كې خپل حاكميت ټينګ كړي، پرون يې اعلان وكړ چې ددې هېواد د سرت په ښار كې يې د داعش مركزي هډه نيولې ده. د ملي مطابقت د حكومت وسله وال ځواكون چې د مصراته د ښار ملېشې يې ۸۰ سلنه جوړوي د سرته په ښار كې د مې د مياشتې راهيسې جنګيږي. په لومړي سر كې دې ملېشو د داعش پر وړاندې چټك برى ترلاسه كړ خو د داعش لخوا د جنګ د تخنيك د بدلولو په پايله كې يې بيا پرمختګ ټكنى شوى وو. د ملي مطابقت د حكومت د ملېشو يواځنى هدف دا وو چې په سرته كې داعش په ګونډو كړي او د ملي حاكميت لمن پراخه كړي. دا ځكه چې په لېبيا كې دوه نور حكومتونه هم شته دى او د ملي مطابقت حكومت غواړي چې په دې ډول د دوى سره د خبرو اترو په مېز كې د ځان په ګټه چانس ډېر كړي. سربېره پر دې په لېبيا كې د نورو ملېشو سره ايتلاف به هم ورته اسانه شي. د همدې امله ددې حكومت لومړي وزير فيض سراج د امريكا د متحدو ايالتونو نه د نظامي مرستې غوښتنه وكړه. د امريكا ځانګړي ځواكونه د اګست د مياشتې د لومړۍ نېټې راهيسې د مصراته د ملېشو ترڅنګ د داعش پر وړاندې جنګيږي او هوايي ځواكونه بيا پرې بمباري كوي.

اوس پوښتنه دلته ده چې د امريكا په مرسته په سرته كې د داعش د ماتولو نه وروسته به  آيا د ملي مطابقت د حكومت مشروعيت د نورو پر وړاندې زيات شي او په لېبيا كې به ملي يووالى حاكم شي؟ ددې پوښتنې ځواب منفي دى. ددې اصلي لامل په لېبيا كې د لوېديځو هېوادونو دوه مخى سياست دى.  په تېره بيا د امريكا د متحدو ايالتونو سياستونه د لېبيا په برخه كې د حيرانتيا وړ دي.

د قدافي د لمنځه تللو نه وروسته د امريكا په مشرۍ د ناټو د ځواكونو لخوا په لېبيا كې د نظامي هډو د نه جوړولو پرېكړه پر ځاى وه. ددې ترڅنګ د قدافي نه په را وروسته بهير كې د نوي نظام د جوړولو په برخه كې بيا لويديځوال پاتې راغلل. په لېبيا كې د ښكېلو ډلو ترمېنځ د رقابت پرمهال يې په ښكاره توګه د مشخصو ډلو نه ملاتړ وكړ. دې ملاتړ په هېواد كې د روان كړكېچ پراختيا ته لار هواره كړه.

حتى امريكايي سياستوال كه څه هم اوسمهال د ملي مطابقت د حكومت تر څنګ د داعش د ځپلو لپاره جنګيږي خو د لېبيا د راتلونكې په اړه د اړوږدمهالي پلانه محرومه دي. د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكي چې د داعش پر وړاندې مبارزه كوي په عين حال كې بايد د طبرق په ښار كې د ولسي جرګې د حكومت په نامه د جوړښت پر وړاندې هم خپل دريځ روښانه كړي. د ولسي جرګې د حكومت د دندې د مودې د پاى ته رسېدلو سره سره اوس هم فعال دى. په ۲۰۱۵م كال كې د ټولو خواو لخوا د لاسليك شوي تړون په رڼا كې بايد اقدامات وشي. كه چېرې داسې ونشي نو د لېبيا د راتلونكې په اړه اندېښنې نورې هم زياتيږي.

د ملي مطابقت حكومت د همدې تړون پر اساس د اپرېل په مياشت كې په كار پيل وكړ. د ولسي جرګې حكومت بايد خپل ځان لغوه كړى واى او له دې حكومته يې ملاتړ كړى وى. حتى د ولسي جرګو يو زيات شمېر غړو د ملي مطابقت له حكومت ملاتړ اعلان كړ خو د ګواښونو په ګډون د يو لړ نورو لاملونو په پايله كې پدې ونه توانېدل چې په طبرق كې د ولسي جرګې حكومت لغوه كړي. ددې ګواښونو اصلي عامل د طبرق په حكومت كې د نظامي ځواكونو مشر خليفه حفتر دى. هغه چې په سيمه كې د امريكا د استخباراتي ادارې سي آى اې د ځانګړي شخص په سترګه ورته هم كتل كيږي د طبرق د حكومت د نه منحل كېدلو اصلي كس بلل كيږي.

د حفتر تر ټولو لوى رقيبان بيا د مصراته ملېشي دي چې د داعش پر وړاندې سخته مبارزه كوي. په داسې حال كې چې د مصراته ملېشي د داعش نه د خپل هېواد په پاكولو مشغولې دي خو خليفه حفتر بيا په پلازمېنه ترابلس كې د مشروع حكومت د تضعيف په لټه كې دى. خليفه حفتر كه څه هم نشي كولاى چې د امريكا متحده ايالتونه د ځان لپاره رقيب وګرځوي خو د نوموړى او د طبرق حكومت بيا د مصر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ملاتړ فعاليت كوي. حتى اوس غواړي چې روسيه هم د ځان په پلوۍ پدې شخړه كې ښكېل كړي.

پدې وروستيو كې فرانسه او ايټاليا هم د حفتر له حكومته ملاتړ كوي. فرانسه ځكه له خليفه حفتره ملاتړ كوي چې غواړي په سيمه كې د خپلې اغېزې لپاره د پښې د ايښودلو ځاى پيدا كړي.  بل مهم هېواد بيا مصر دى. مصر چې غواړي په سيمه كې د امريكا پر وړاندې نسبتاً خپلواكه حركت وكړي. د همدې امله يې د فرانسې او روسيې سره غوږونه جنګولي دي.

لنډه دا چې په لېبيا كې د ثبات د ټينګښت په موخه يواځې د داعش ماتې او د داخلي كړيو ترمېنځ د خبرو اترو پيل كافي نه دى. لومړى بايد هغه سيمه ايز او نړيوال ځواكونه چې د لېبيا په قضيه كې ښكېل دي تصميم ونيسي چې ددې هېواد په اړه څه ډول ګډ سياست غوره كړي.  پدې كې هېڅ شك نشته دى چې تر ټولو اغېزمن هېواد د امريكا متحده ايالتونه دي. خو امريكا ددې پر ځاى چې د سياسي راتلونكې لپاره هلې ځلې وكړي يواځې د داعش سره په مبارزې بوخته ده او د ملي مطابقت د حكومت نه ملاتړ كوي.  اوس داسې ګونګسي هم شته دى چې آيا لېبيا په دوو برخو ويشل كيږي؟

د لېبيا د تجزيې په صورت كې به په لوېديځ كې د ترابلس په ګډون ځينې سيمې د امريكا او انګلستان تر نفوذ لاندې وي. د بنغازي په ګډون په ختيځ كې پرتې سيمې به د ايټاليا او فرانسې ترمېنځ وويشل شي.

د لېبيا ولس د پورتنۍ وړاندوينې د مخنيوي په موخه له بده مرغه چې څه نشي كولاى. كه چېرې د لېبيا ځمكنۍ بشپړتيا ساتل كيږي نو  دا د امريكا په مشرۍ د لوېديځو هېوادونو د سياسي روغې جوړې پورې اړه لري. سربېره پر دې مصر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم بايد په حقيقت كې د متحدې لېبيا نه ملاتړ وكړي.

ګيش

زمو


پيوندونه: #لېبيا , #ملي حاكميت

اړوند خبرونه