د داعش ترهګرې ډلې یو بل مشر هم ووژل شو
داعش ته یو بل ګوزار ورکړ شو
د داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
د مصر اردو د هیواد په شمال کې د سینا په ټاپو کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د وژلو نه خبر ورکړی دی .
د مصر د اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سینا په ټاپو کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه ۴۶ تنه داعشیان وژل شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د وژل شوو داعشیانو په منځ کې په سینا کې د داعش مشر هم شتون لري. د مصر پوځ ویلي دي چې ابو دعا الانصاري په سینا کې د داعش ترهګرې ډلې مشر ددوی لخوا وژل شوی دی.
د مصر پوځ پداسې حال کې د ابو دعا الانصاري د وژلو نه خبر ورکوي چې په سینا کې د داعش ترهګرې ډلې پدې اړه څه ندي ویلي.
داعش ترهګره ډله د سینا په ټاپو کې وخت ناوخته د مصر په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کوي. یادې شوې ډلې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مصر په سلګونو تنه امنیتي ځواکونه وژلي دي.