پر مسجد الاقصى د اسراييلي پوليس چاپه

د اسراييلو پوليسو يو ځل بيا په فلسطين كې پر مسجد الاقصى باندې چاپه واچوله. په مسجد كې د مېشتو لمونځ كوونكو او اسراييلي پوليسو ترمېنځ په اخ او ډب ك پنځه تنه لمونځ كوونكي ټپيان شول او ۱۰ تنه نور يې ونيول شول.

519274

ددې مسجد مهتمم عمر قوسني وويل چې د اسراييلو د پوليسو لخوا د الاقصى د مسجد دروازې تړل شوي دي او شاوخوا ۱۹۰ پوليس اوس د مسجد په انګړ كي دي. پوليسو ځيني لمونځ كوونكي وهلي هم دي.

د ځايي رسنيو د رپوټونو له مخې اسراييلي پوليسو د دوو ساعتونو لپاره د مسجد دروازې تړلې وې. كه څه هم وروسته دروازې پرانيستل شوې خو پوليس اوس هم د مسجد په انګړ كې دي.

عمر قوسني وويل چې د پېښې له امله اندېښمن دي او د مسجد الاقصى لپاره د هر اړخيز حفاظت غوښتنه كوي. قوسني وويل چې ``د ۱۹۶۷م كال راهيسې د اسراييلو لخوا پر بيت المقدس باندې د يرغل د پيل راهيسې دا لومړى ځل دى چې د روژې په مياشت كې اسراييل پر مسجد چاپه اچوي.``

د نوموړي په وينا اسراييلي پوليسو په مسجد كې د لوړ غږ لاسي بمونه كارولي دي چې په پايله كې ۵ تنه لمونځ كوونكي ټپيان شوي هم دي.

د خبر له مخې دوه تنه افريقايي مسلمانان چې په مسجد كې يې اعتكاف كولو د پوليسو لخوا لومړى ووهل شول او بيا وروسته له يوړل شول.

اړوند خبرونه