په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې ملا ماته شوه.
د عراق پوځ د داعش د مهمو مرکزونو نه د فلوجه ښار ونیو.
د عراق پوځ د داعش د مهمو مرکزونو نه د فلوجه ښار ونیو.
د داعش ترهګرې ډلې چې په فلوجه کې د روغتون نه د عراقي ځواکونو سره جګړه کوله روغتون يي هم د لاسه ورکړ. د عراق د پوځ چارواکي ډګروال ولید الدیلیمي خبري رسنیو ته وویل چې د فلوجه روغتون د داعش نه نیول شوی او په روغتون يي د عراق بیرغ ځوړولی دی.
عراق پوځ د فلوجه ښار د چا خبره په کامله توګه د داعش نه بیرته نیولی دی.
د فلوجې د عملیاتو قومندان عبدالوهاب السعدي ویلي دي چې عراقي ځواکونو د فلوجې ښار د ولسوالۍ ودانۍ، د پولیسو قومنداني، د ملي استخباراتو اداره او د ولسوالۍ د شورا د ودانۍ په ګډون ټولې دولتي ادارې نیولی او د عراق بیرغ يي پرې ځوړولی دی. هغه وویل چې داعش یواځې د روغتون کنټرول په لاس کې درلود چې هغه هم ترینه نیول شوی دی .
هغه ویلي دي چې د عراق د کورنیو چارو وزارت د روانو عملیاتو نه د ځارنې په موخه فلوجې ښار ته راغلی دی . هغه زیاته کړې ده چې فلوجې په کامله توګه د داعش نه پاک شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د عراق پوځ د شیعه ملیشو او سني قومونو په ملاتړ د فلوجې د ښار د بیرته نیولو په خاطر د مې په ۲۳ نیټه پراخه عملیات پیل کړي وو چې تیره ورځ د ښار لویه برخه ونیوله او په ناوخته ساعتونو کې ښار په کامله توګه د عراقي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغی.
د فلوجې په عملیاتو کې د ۲۲ تنو عراقي سرتیرو د وژل کیدو او ۳۰ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د فلوجه ښار د نیولو نه وروسته وویل چې فلوجه په کامله توګه د عراقي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلی دی او ددینه وروسته وار د موصل ښار دی. عبادي په تلویزیوني وینا کې وویل چې فلوجه د وطن غیږ ته بیرته راستون شو. هغه وویل چې زمونږ یواځنۍ موخه د فلوجه د ښار د خلکو نه دفاع او د ملکي وګړو امنیت خوندي کول دي. عبادي ویلي دي چې ټولو دولتي اداراتو ته يي د فلوجه په ښار کې د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو په خاطر لازم هدایت ورکړی دی.
هغه په داعش غږ وکړ چې « په عراق کې تاسې ته ځای نشته او د ترسره کړو ټولو جنایتونو جزا به خامخا وینئ. د عراق خلک ستاسې پر خلاف یو موټی شوي دي.» عبادي وویل چې د داعش ترهګرې ډلې د وروستي جنګیالي د لمنځه وړو او د عراق نه د شړولو پورې به عملیات دوام وکړي. وروستی هدف د موصل ښار دی.
د ویلو ده چې داعش ترهګر چې د فلوجې نه وروسته د صلاح الدین ولایت اړوند د توزهورماتو په ولسوالۍ بریدونه پيل کړي دي.
پدې بریدونو کې ۵ تنو عراقي سرتیرو او ۱۷ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
داعش په پلازمینه بغداد کې هم ۴ جلا جلا بمي بریدونه وکړل. په بغداد کې په بمي بریدونو کې د ۷ تنو د وژل کیدو او ۲۸ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .