داعش ترهګرې ډلې لویدیځه نړۍ په پراخو بریدونو وګواښله
داعش ویلي دي چې په لویدیځه نړۍ به د هغو د قلب نه بریدونه وکړو
د داعش ترهګرې ډلې لویدیځه نړۍ یو ځل بیا وګواښله.
د داعش ترهګرې ډلې رسمي ویاند ابو محمد ادناني په ۳۱ دقیقه يي غږیز پیغام کې په لویدیځ کې خپلو پلویانو ته د لا زیاتو بریدونو ترسره کولو امر کړی دی.
ادناني پدې غږیز پیغام کې په لویدیځ کې په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې هر چیرته چې یاست هماغه ځای کې بریدونه وکړئ.
د بریدونه کچه لوړه کړئ. ادناني چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې د داعش ترهګرې ډلې ویاندي کوي پدې غږیز پیغامونو کې د خپلو راتلونکو پلانونو نه هم یادونه کړې ده .
هغه ویلي دي چې ً زمونږ یو زیات شمیر پلویان چې د بعضو ستونزو له امله نشي کولی عراق او سوریې ته راشي خو بیا هم ډیر زیات فرصتونه لري.ً هغه په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې چیرته چې یاست په هماغه ځایونو بریدونه وکړئ. ډیر پراخه بریدونه وکړئ.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې د روژې د میاشتې په اوږدو په لویدیځه نړۍ کې د پراخو بریدونو د ترسره کولو د پلان نه خبر ورکړی دی .
هغه ویلي دي چې په لویديځه نړۍ به د هغوې د زړه بریدونه وکړي. ادناني ویلي دي چې د روژې میاشتې په اوږدو کې به په اروپا او امریکا کې داسې بریدونه ترسره کړي چې نړۍ به د حیرانتیا سره مخامخ کړي. هغه ویلي دي لویدیځه نړۍ چې تر اوسه پورې په عراق او سوریه کې پر دوی څه باندې ۲۰ زره بمي بریدونه کړي په خپلو کورونو او په خپلو هیوادونو کې د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
د داعش ترهګرې ډلې ویاند پداسې حال کې لویدیځه نړۍ ګواښلې ده چې د عراق پوځ د فلوجې د ښار د بیرته نیولو په خاطر د پراخو عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی . همداشان عراقي ځواکونو تیره ورځ د فلوجې په مربوطاتو کې د یو زیات شمیر سیمو د نیولو ادعا هم کړې ده.
د داعش ویاند پدې پیغام کې ویلي دي چې د عراق په دښتو کې هم ژوند کولو او مبارزې ته تیار دي. د بله پلوه ځینو سیاسي شننونکو ویلي دي داسې ښکاري چې داعش ترهګره ډله د سوریې نه د وتو هوډ ولري.