د مصر مساپروړونکې الوتکه مدیترانې سمندر کې وغورځیده
د مصر مساپروړونکې الوتکه چې د پاریس نه د قاهرې پر لورې روانه وه په سمندر کې وغورځیده
فرانسې د مصر د هوايي کرښو اړوند د ایربس ۳۲۰ ډوله مساپروړونکې الوتکې د تور بکس د موندولو په خاطر چې دوه ورځې وړاندې د پاریس نه د قاهرې پر لورې روانه وه او په مدیترانه کې وغورځیده په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال جنګي بیړۍ واستوله.
د فرانسې د سمندري ځواکونو ویاند ویلي دي چې جنګي بیړۍ د تولونه نه د سیمې پر لورې حرکت کړی دی او تمه کیږي چې په دریو ورځو کې د پیښې ځای ته ورسیږي.
هغه ویلي دي چې دا جنګي بیړۍ چې په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال ده د اوبو لاندې د تحقیقاتو او پلټنو ظرفیت لري.
د مصر اردو تیره ورځ د نوموړي هیواد د اسکندریه ښار په ۲۹۵ کیلومترۍ کې د مدیترانې په سمندر کې د الوتکې ټوټې وموندلې . ویل کیږي په موندل شوو توکو کې د مساپرو اړوند ځیني سامانونه هم شتون لري.
د ویلو ده چې په الوتکه کې ۵۶ تنو مساپرو او د پيلوټانو او ستیوردانو په ګډون لس تنو د الوتکې کارکوونکو شتون درلود. د مساپرو نه درې تنه يي ماشومان دي.
د نوموړو کسانو نه ۳۰ تنه يي د مصر، ۱۵ تنه يي د فرانسې، ۲ تنه يي د عراق او ۹ تنه نور يي د انګلستان، بلجیم، کویټ، سعودي عربستان، سوډان، چاد، پرتګال، الجزایز او کاناډا وګړي دي.