په یمن کې القاعدې ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار
سعودي عربستان په یمن کې د القاعدې ترهګرې ډلې د ۸۰۰ تنو جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی دی .
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له قوله ویلي دي چې د ایتلافي ځواکونو په عملیاتو کې د یمن په سویل کې څه باندې ۸۰۰ تنه د القاعدې جنګیالي وژلي دي. په خبر کې راغلي دي چې پدې کسانو کې د القاعدې جګپوړي چارواکي هم شتون لري.
د بله پلوه د رویټرز خبري اژانس هم په سیمه کې د عینې شاهدانو له قوله لیکلي دي په یمن کې د عبدالرب منصور هادي ځواکونو د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په ملاتړ د مکلا ښار د القاعدې د ځواکونو نه نیولی دی.
د ویلو ده چې د القاعدې جنګیالیو نږدې یو کال مخکې د یمن په سویل کې د مکلا په ښار برید وکړ او ښار يي ونیو. دا ښار چې څه باندې ۲۰۰ زره تنه نفوس لري د عرب سمندر په ځنډه کې موقعیت لري.
د ویلو ده چې یمن په سیمه کې د ترهګرو ډلو د مرکز په توګه یادیږي. په یمن کې د القاعدې سربیره د داعش ترهګره ډله او حوثي یاغیان قوي فعالیت لري.
په یمن کې د پخواني ولسمشر عبدالرب منصور ځواکونه د سعودي عربستان د ملاتړ نه او حوثي یاغیان د ایران د ملاتړ نه برښمند دي.
حوثیانو د عبدالرب منصور سره په کویټ کې د سولې په مذاکراتو پیل کړی دی.
همداشان د ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې په یمن کې د لومړي ځل لپاره د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی دی.
په یمن کې د لومړي ځل لپاره د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د سولې خبري اترې شوې وې چې د کومو پایلو پرته پایته رسیدلې وې. پدې مذاکراتو کې دواړه خواوې یواځې په ۶ ورځې اوربند په تفاهم رسیدلي وو.
د یادولو وړ ده چې په یمن کې حوثي یاغیان او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلوي ځواکونو د هیواد په یو زیات شمیر برخو حاکمیت لري. د یمن پلازمنیه صنعا او یو زیات شمیر سیمې ددوی تر کنټرول لاندې دي. همداشان د هیواد یو شمیر سیمې بیا د عبدالرب منصور هادي د ځواکونو په لاس کې دي.
په یمن کې د القاعدې ترهګرې ډلې سربیره داعش ډله هم فعالیت لري.