په سعودي عربستان کې ښځو ته په څو محدودو برخو کې د کار کولو اجازه ورکړل شوه

سعودي عربستان حکومت ښځو ته په بعضو سکتورونو کې د کار کولو اجازه ورکړه.

475886
په سعودي عربستان کې ښځو ته په څو محدودو برخو کې د کار کولو اجازه ورکړل شوه

په سعودي عربستان کې ښځې کولی شي چې په فامیلي د لوبو پارکونو، فامیلي رستورانتونو، محاسبې او ښځو د جامو او سینګار د توکو په دوکانونو کې کار وکړي.

سعودي عربستان حکومت ښځو ته یواځې په ټاکلو ځینو برخو کې د کار کولو اجازه ورکړه.

د سعودي عربستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان الشهري د ښځو د کار په اړه وویل چې په سعودي کې به ښځو ته د هغوې د طبعیت سره سم په برخو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي.

هغه وویل چې په سعودي عربستان کې ښځې کولی شي چې د لوبو په فامیلي پارکونو، فامیلي رستورانتونو ،محاسبې او ښځو د جامو او سینګار د توکو په دوکانونو کې کار وکړي.

د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې د معدن، ساختماني چارو او تنورونو په ګډون په ۲۱ برخو کې ښځې د کار کولو حق نلري.

د سعودي عربستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل چې دا بندیزونه په اصل کې د ښځو د امنیتي او روغتیايي ستونزو د مخنیوي په خاطر لګول شوي دي.



اړوند خبرونه