د سوریې د رژیم اړوند جنګي الوتکې سقوط وکړ
په سوریه کې د جیش الاسلام مخالفې ډلې په دمشق کې د اسد د رژیم اړوند د جنګي الوتکې د سقوط نه خبر ورکړ
476400
په سوریه کې د جیش الاسلام مخالفې ډلې د اسد د رژیم اړوند د میګ ۲۳ ډوله روسي جنګي الوتکې د غورځیدو نه خبر ورکړی دی.
د جیش الاسلام لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د اسد د رژیم اړوند یوه میګ ۲۳ ډوله روسي جنګي الوتکه په پلازمینه دمشق کې د الوتنې نه لنډه موده وروسته راوغورځیده. جیش الاسلام ویلي کیدای شي چې دا الوتکه د تخنیکی ستونزې له امله غورځیدلي وي.
د بله پلوه د داعش ترهګرې ډلې ته نږدې خبري سرچینو الوتکه د مځکې نه په توغندي د ویشتلو ادعا کړې ده. داعش ته نږدې سرچینو ویلي دي چې د اسد د رژیم اړوند میګ ۲۳ ډوله روسي جنګي الوتکه د مځکې نه د الوتکې ضد توغندي سره ویشل شوې ده.
داعش ډلې بیا تر اوسه پورې د الوتکې د ویشتو مسولیت په غاړه ندی اخیستی .