په مصر کې د پراخو مظاهرو د پیلیدو غوښتنه
په مصر کې د کودتاچي رژيم پر خلاف پراخه مظاهرې پیلیږي
475280
په مصر کې ملي اتفاق د کودتاچي نظام پر خلاف د هر اړخیزو مظاهرو او لاریونونو د پیلولو غوښتنه وکړه. د مصر ملي اتفاق د سیسي پر خلاف د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې ده .
د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي اتفاق لخوا په ترسره شوو څرګندونو کې په خپلو پلویانو ً لاړ شه ً د شعار لاندې د دوامداره پراخه او هر اړخیزو مظاهرو او لاریونونو د پیلولو غوښتنه کړې ده .
نوموړي اتفاق ویلي دي چې ددوی یواځنۍ غوښتنه د عبدالفتاح السیسي لخوا د واک پریښودل دي.
په څرګندونو کې په هیواد کې په نورو سیاسي ګوندونو د موجودو ستونزو د یو پلو ته د پریښودو او په یو غږ د کودتاچي رژیم پر خلاف د اواز د پورته کولو غوښتنه شوې ده. هغوې ویلي دي چې نن ورځ په هیواد کې د ټولو غوښتنه د کودتاچي نظام له واکه لرې کیدل دي.