په جینیوا کې د سوریې د سولې مذاکرات دوام لري.
په جینیوا کې د سوریې د سولې کنفرانس په دریمه ورځ د اسد رژیم هیت په غونډه کې ګډون وکړ
د جینیوا د کنفرانس په دریمه ورځ د اسد د رژیم هیت په غونډه کې ګډون وکړ.
د اسد رژیم د مرکچي هیت مشر بشار جعفري خبري غونډې ته وویل چې د سوریې د ارضي تمامیت د بحث وړ مسله ده . پدې مسلې باید خبرې ونشي.
جعفري زیاته کړه چې په مخامخو مذاکراتو کې به د جیش الاسلام د ډلې مشر محمد الوش سره هیڅکله هم ونه ګوري. هغه وویل چې نه غواړي چې د هغه سره مخامخ لیدنه وکړي.
جعفري د سوریې نه د روسي ځواکونو د وتو په اړه وویل چې دا کومه ناڅاپي پریکړه نده او د حیرانتیا وړ خبره هم نده. که چیرې روسیه په کامله توګه هم د سوریې نه خپل ځواکونه وباسي دا به هم د سوریې او روسیې د سلامشورو په پایله کې ترسره شي. دا به د دواړو کډه پریکړه وي.
د بله پلوه د سوریې لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رمزي الزلدین وروستیو پرمختګونو په اشارې سره وویل چې د سوریې ارضي تمامیت او حاکمیت ته باید ټول درناوی وکړي او پدې اړه حساسیتونه باید ټول په نظر کې ونیسي.
د یادولو وړ ده چې د سوریې په ارضي تمامیت هله ټینګار ډیر شوی چې په سوریه کې کوردانو اعلان کړی چې غواړي د هیواد په شمال کې فدراسیون اعلان کړي.
هغه د سوریې د مسلې په اړه د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدنې نه یادونه وکړه او وویل چې دا لیدنه کیدای شي چې د سوریې د روان کړکیچ د حل په لاره کې یو ډیر ګټور ګام وي.