د داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو

امریکا د داعش ترهګرې ډلې د یو مهم مشر د وژنې نه خبر ورکړ

447271
د داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو

د داعش ترهګرې ډلې یو تن بل مشر ووژل شو.

د امریکا متحده ایالتونو د داعش د نامتو قومندان چې د جګړې په وزیر مشهور وو په هوايي برید کې د وژلو نه خبر ورکړی دی .

امریکايي چارواکیو ویلي دي چې ابو عمر الشیشاني چې په عمر چیچیني هم مشهور وو او د امریکا په تور لست کې شامل شوی وو په سوریه کې ووژل شو.

په خبر کې راغلي دي چې الشیشاني په ۱۹۸۶ کال کې په ګرجستان کې زیږلی وو. ویل کیږي ابو عمر الشیشاني د داعش د ډلې د مشر ابوبکر الغبدادي تر ټولو نږدې سلاکار وو.

ابو عمر الشیشاني د سوریې د الشدادي په ښار کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي پدې باور دي چې الشیشاني د الشدادي ښار ته د داعش جنګیالیو د مورال د لوړولو په خاطر سفر کړی وو. د داعش ډلې تیره میاشت په سیمه کې د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو د هوايي عملیاتو په پایله کې ځیني سیمې د لاسه ورکړې وې او د جنګیالیو مورال ډیر ټیټ شوی وو.

ویل کیږي امریکا متحده ایالتونو د ابو عمر الشیشاني په سر ۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

د بله پلوه د پنټاګون ویاند پیترکوک ویلي دي چې په ابو عمر الشیشانی د برید په اړه ارزونې دوام لري او لومړنیو معلوماتو او استخباراتو د هغه د مړینې پخلی کړی دی.

هغه د داعش د ډلې د مهمو څیرو نه وو چې د جګړې د وزیر په توګه هم مشهور وو.

کوک ویلي دي چې د الشیشاني د وژنې سره داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی .

د الشیشاني مړینه به په ځانګړې توګه د داعش ترهګرې ډله د استخدام په برخه کې د سختو ستونزو سره مخامخ کړي. هغه په چیچنستان کې ځانګړې شهرت درلود چې د همدې امله ډیری چیچیني جنګیالي د داعش سره یو ځای شوي وو.

د ابو عمر مړینه به داعش د دفاعي پلوه هم ضعیف کړي.


پيوندونه: #داعش , #سوریه , #امریکا

اړوند خبرونه