د سوري ماشومې لخوا لیکل شوي وصیت د لوستونکو زړونه سوري کړل

یوې سوري ماشومې خپلې کورنۍ ته لیکلي وصیت سره په نړئ کې د بشریت د وجدان ړندیدل یو ځل بیا ټولئ نړئ ته په ډاګه کړ

406909
د سوري ماشومې لخوا لیکل شوي وصیت د لوستونکو زړونه سوري کړل

یوې سوري ماشومې لخوا لیکل شوي وصیت په نړئ کې د وجدان خاوندانو زړونه پارچه پارچه کړل.
د سوري ماشومې لخوا لیکل شوي وصیت د لوستونکو د زړونو سوري کړل.
د یادولو وړ ده چې څو اوونئ د مخه هم یوې سوري ماشومې ترکیه په یو رسم کې تشریح کړې وه چې او د ترکیې نه د سوري کډوالو د ژغورنکي هیواد په توګه یادونه کړې وه.
دا ځل یوې بلې سوري ماشومې خپل وصیت خپور کړ. دې ماشومې په لیکلي وصیت کې یو عکس هم رسم کړی دی چې دا رسم په نړئ کې د بشري وجدان په ړندیدو او کوڼېدو ښکارندويي کوي.
دې ماشومې خپل ځان د یو تابوت په منځ کې رسم کړی دی او خپلې کورنئ ته يي په خطاب کې په لیکلي دي وصیت کې داسې لیکلي دي ! دا زما وصیت دی. ګرانې مور جانې ! ستا نه زما غوښتنه داده چې زما د خندا ډکه خوله هیره نکړۍ او زما بستر لکه څرنګه چې خور دی په همدې شان خور پریږده. او ته ګرانې خورې ! زما ملګرو ته ووایه چې هغه د ولګې مړه شوه...، او ته ګرانه وروره مه خفه کیږه ، خو هغه خبره مه هیروه چې په ګډه به مو ویل چې ډیر وږي یو.
ای د مرګ ملایکې ! بیړه وکړه او زما روح قبض کړه چې هر څه ژر د جنت څخه خواړه خوړل غواړم. ځکه چې زه ډیره وږې یم.
او ای زما کورنۍ ! پام کوۍ چې زما په اړه فکر ونکړۍ او ونه ډاریږۍ.
زه په جنت کې ستاسې پر ځای هم ډیر خواړه خورم.
د یادولو وړ ده چې دا لیک په ټولنیزه مډیا کې د خپریدو نه لنډه موده وروسته د میلیونونو تنو لخوا لوستل شوی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه