په امريكايي مقاماتو د نتنياهو د سپي بريد

د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو سپي د حنوكا په نامه د يهودانو د اختر د لمانځې د مراسمو پر مهال چې د نتنياهو په كور كې ترسره شول، د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال په مېرمن بريد كړى او هغه يې خوړلې ده.

405487
په امريكايي مقاماتو د نتنياهو د سپي بريد

د اسراييلو د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس نتنياهو د كايا په نامه سپين سپي د ليكود د ګوند نه د پارلمان يو غړى هم خوړلى دى.
ويل كيږي چې د خوړل شو كسانو روغتيايي حالت ښه دى.
دا بريد په هغو مراسمو كې ترسره شوى دى چې د نتنياهو لخوا د يهودانو د اختر حنوكا په مناسبت د لمانځنې په مراسمو كې بهرني مېلمانه او لوړپوړي چارواكي راغوښتل شوي ول.
د كايا په نامه سپى د نتنياهو د زوى لخوا نوموړي ته د اګست په مياشت كې ډالۍ شوى وو.
د ټولنيزې مېډيا ځينو كاروونكو بيا پدې وروستيو كې د اسراييلو پر وړاندې د امريكا د بهرنيو چارو د وزير جان كيري د نيوكو په ځواب كې د سپي غبرګون ته اشاره كړې ده!


جان كېرې تېره اونۍ د اسراييلو لخوا د فلسطين په اشغال شوې خاوره كې د يهودي استوګنځايونو د جوړولو په چارو نيوكه كړې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه