د حزب الله پر كلا باندې غبرګ بريدونه

د لبنان په پلازمېنه بيروت كې د غبرګو ځانمرګو بريدونو په پايله كې لږ تر لږه ۴۱ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ تنو زيات ټپيان شول. دا بريد د بيروت په سوېل كې د داهيې په سيمه كې چې د حزب الله د ډلې د كلا په توګه ياديږي ترسره شوى دى.

365692

د داهيې سيمه چې ډېرى اوسېدونكي يې شيعه ګان دي د حزب الله د مشرانو استوګنځايونه او رسمي دفترونه هم په كې پراته دي. د عيني شاهدانو د معلوماتو په اساس بريد د دوو تنو ځانمرګو بريد كوونكو لخوا د يو سوپر ماركېټ مخې ته ترسره شو.
د بله پلوه د داعش ترهګرې ډلې په تولنيزه مېډيا كې د يو پيغام په خپرولو سره د بريد مسووليت ومنلو. د داعش د معلوماتو له مخې بريد د يو تن فلسطيني حميد الرشيد البليغ او يو تن سوري خالد احمد الخالد لخوا ترسره شوى دى.
روغتيايي چارواكي وايي چې د ځينو ټپي شوو كسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
دا بريد په داسې حال كې ترسره كيږي چې په همدې ورځ د لبنان پارلمان د يو كال ځنډ وروسته خپله لومړنۍ غونډه كوله.
دا په داسې حال كې ده چې تركيې د بهرنيو چارو وزارت په بيروت كې ترسره شوى بريد وغندلو. د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې په بيروت كې د ترهګري بريد په پايله كې د وژل شوو كسانو كورنيو ته د تسليت پيغام وړاندې كوو.

پيوندونه:

اړوند خبرونه