د امريكا په وسلو د غزې عاموژنه

د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو نظامي مرستو د تېر كال د راپور په خپرېدو سره سم د ناندريو نوې څپه هم پېل شوه.

415728
د امريكا په وسلو د غزې عاموژنه

په راپور كې راغلي دي چې د امريكا حكومت په ۲۰۱۴م كال كې د نورو د هېوادونو سره د ۵،۹ ميلياردو ډالرو په اندازه نظامي مرسته كړې ده. ددې مرستې ۳،۱ ميليارد ډالره يې اسراييلو ته او ۱،۳ ميليارده ډالره يې د مصر كودتاچي رژيم ته وركړل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده چې په همدې كال د اسراييلو اوردو پر غزې باندې د يرغل پر مهال لږ تر لږه د ۲۰۰۰ كسانو د وژلو ترڅنګ سلګونه كورونه، ښوونځي، روغتونونه او عبادتځايونه هم وران كړل.
شنونكي وايي چې هغې وسلې چې په ۲۰۱۴م كال كې په غزه كې پرې عاموژنه شوې ده، د امريكا لخوا اسراييلو ته وركړل شوې وې.
په ۲۰۱۴م كال كې د امريكا د بهرنيو مرستو د راپور له مخې، دې هېواد ټول ۳۵ ميليارده ډالره بهرنۍ مرسته كړې ده چې څه كم ۶ مليارده ډالره يې نظامي مرسته ده. جالبه دا ده چې د نظامي مرستې شاوخوا ۷۵ سلنه بيا يواځې د مصر او اسراييلو د هېوادونو سره شوې ده. پاتې ۲۵ سلنه برخه د عراق، اردن، پاكستان، لبنان او فليپين د هېوادونو په ګډون د نړۍ د نورو هېوادونو د وسله والو ځواكونو سره شوې ده.
په دې لړ كې د عراق سره ۳۰۰ ميليونه ډالره، د اردن سره ۳۰۰ ميليونه ډالره، د پاكستان سره ۲۸۰ ميليونه ډالره، لبنان سره ۷۵ ميليونه ډالره، د فليپين سره ۵۰ ميليونه ډالره او د كلمبيا سره ۲۸ ميليونه ډالره او د تونس او يمن سره ۲۰ ميليونه ډالره نظامي مرسته شوې ده.
اسراييل يواځينى هېواد دى چې د امريكا د متحدو ايالتونو نه تر ټولو زياته نظامي مرسته ترلاسه كوي. حتى ددې هېواد د دفاعي بوديجې ۴/۱ برخه د امريكا د مرستو نه جوړيږي.
د بله پلوه مصر هم په ۱۹۷۹م كال كې د امريكا تر څارنې لاندې د اسراييلو سره د كمپ ډېوېډ د سولې د تړون د لاسليكولو نه وروسته ددې هېواد نه بې درېغه نظامي مرستې ترلاسه كوي. امريكا هر كال د مصر سره د ۱،۳ ميلياردو ډالرو په اندازه نظامي مرسته كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه