داعش د یو بل ستر قتل عام ویدیو خپره کړه

د داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا د یو ستر قتل عام ویدیو خپره کړه.

414281
داعش د یو بل ستر قتل عام ویدیو خپره کړه

د ویلو ده چې د داعش لخوا خپره شوې ویدیو کې انسانیت وژل شوی دی.
داعش ډلې پدې ویدیو کې څه باندې ۲۰۰ تنه ځوانان په کتار کینولي دي او لاسونه يي ورته د شا لخوا تړلي دي چارماري کړي دي.
دا ویدیو د داعش د ټولنیزې مډیا د څانګې لخوا خپره شوې ده . په ویدیو کې ښکاري چې په یوه دښته کې څه باندې ۲۰۰ تنه ځوانان په کتار کینول شوي او لاسونه يي د شا لخوا تړل شوي دي.
د تنکیو ځوانانو چې د مرګ لپاره شیبې شمیرې شاته په لسګونو تنه د داعش جنګیالي ولاړ دي او ماشینګړې د ځوانانو پر لورې اړولي دي.
څو شیبې وروسته په نوموړو ځوانانو ډزې پیلوي او سیمه د وینو په جهیل بدلیږي.
د بله پلوه کارپوهانو ویلي دي ګمان کیږي چې دا ویدیو د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې ثبت شوي وي خو د داعش لخوا اوس د خبري رسنیو په اختیار کې ورکړل شوي ده.
د داعش ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون په لسمه نیته د عراق د موصل ښار ونیو. داعش د موصل ښار د نیولو نه وروسته پدې ډول قتل عامونه لاس پورې کړ او په سیمه کې ډار خور کړ. داعش ددینه وروسته د عراق یو زیات شمیر نورې سیمې هم ونیولې او ګڼ شمیر عراقي سرتیري اسیر ونیول. همداشان داعش ډلې په سوریه کې د رقه د ښار د نیولو نه وروسته هم ګڼ شمیر سوري سرتیري نیولي وو.
داعش په سوریه کې هم ورته قتل عامونه ترسره کړل چې ګمان کیږي دا ویدیو هم په سوریه کې ثبت شوي وي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه