د داعش او القاعدې ترمېنځ د پخلاينې خبرې

د القاعدې د ډلې مشر ايمن الظواهري چې دوه ورځې وړاندې د روسيې او لوديځ پر وړاندې د جهادي ډلو د يو ځاى كېدو په اهميت باندې ټينګار وكړ اوس يې عملي ګام پورته كړ.

363759
د داعش او القاعدې ترمېنځ د پخلاينې خبرې

د العالم د انټرنيټي پاڼې د يو خبر پر بنسټ ظواهري په سوريه كې د داعش او د القاعدې د څانګې `` النصره`` د جبهې سره د روغې جوړې د خبرو اترو په موخه يو سفير سيمې ته لېږلى دى تر څو د دواړو ډلو د مشرانو سره خبرې وكړي.
دا سفير چې سيف العادل نوميږي د القاعدې د ډلې دريم لوړپوړى چاوراكى دى. عادل دنده لري چې په سوريه كې د داعش او النصره جبهه د لوديځ او روسيې د بمباريو پر وړاندې سره يو ځاى كړي.
كه څه هم پخوا د دواړو ډلو د پخلاينې په برخه كې يو لړ ګامونه پورته شوي ول خو هېڅ كومه پايله يې نه وه وركړې. ظواهري دوه كاله وړاندې د السوري په نامه يو بل سفير هم سيمې ته لېږلى وو خو نوموړى د روان ميلادي كال د فبرورۍ په مياشت كې په يو ځانمرګي بريد كې ووژل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه