پاکستان او هندوستان د مینا په پیښه کې ۱۱۰۰ تنو وژل کیدو ادعا کړې

سعودي عربستان په مینا کې په ټیل ماټیل کې د وژل شوو کسانو د شمیرې په اړه د هندوستان، پاکستان، نایجریا او ایران لخوا شوې ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې.

385689
پاکستان او هندوستان د مینا په پیښه کې ۱۱۰۰ تنو وژل کیدو ادعا کړې

د یادولو وړ ده چې نن د پاکستان د ولسي جرګې یو تن غړي په سعودي عربستان کې د مینا د فاجعې د څیړولو په خاطر په دنده ګمارل شوی وو خبرې ناستې ته وویل چې د مینا د فاجعې په اړه سعودي عربستان د ۱۱۰۰ تنو د مړو عکسونه د هویت د تثبیت په خاطر د بهرنیو هیوادونو سفارتخانو ته استولي دي.
همداشان په همدې ساعت کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې هم یوې خبري ناستې ته وویل چې سعودي عربستان د مینا د پيښې د ۱۰۹۰ تنو قربانیانو عسکونه د هویت د تثبیت په خاطر د بهرنیو هیوادونو سفارت خانو ته استولي دي.
هغې وویل چې دا عسکونه په ریاض کې ددوی په سفارت خانه کې شتون لري.
د بله پلوه سعودي عربستان بیا دا ادعاګانې رد کړې او وویل چې د مینا په پیښه کې ۷۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . سعودي عربستان ته ویلي دي چې استول شوي عسکونه یواځې د مینا د پیښې ندي بلکې د حج په ټولو مراسمو کې د وژل شوو کسانو عسکونه دي.
سعودي عربستان ویلي دي چې پدې کې د کرین د پيښې د قربانیانو عسکونه هم شامل دي.
همداشان تیره ورځ د ایران د حج او اوقاتو د چارو وزیر د مینا په پیښه کې د څه باندې ۴ زرو تنو د وژل کیدو ادعا کړې وه . هغه ویلي وو چې درې لویې لارۍ مړي د هویت د تثبیت په خاطر د عدلي طب په مخکې ولاړې دي خو سعودي عربستان بیا دا ټولې ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې.
سعودي عربستان ویلي دي چې د مینا په پیښه کې ۷۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سعودي عربستان پاچا د مینا د پیښې نه وروسته د حج د چارو وزیر، د مکې ښاروال او د امنیې قومندان له دندې ګوښه کړل.

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه