اسراییلو مسجدالاقصی ته د مسلمانانو په ننوتو بندیز لګولی

اسراییلو نن یو ځل بیا په فلسطینیانو چې مسجدالاقصی ته د ننوتو هڅه کوله بریدونه وکړل.

352432
اسراییلو مسجدالاقصی ته د مسلمانانو په ننوتو بندیز لګولی

اسراییل چې د څه باندې یوې اوونۍ راهیسې په مسجدالاقصی بریدونو او اخلالونو ته دوام ورکوي نن يي هم چاته جومات ته د ننوتو اجازه ورنکړه.
اسراییلي پولیسو په فلسطیني میرمنو چې مسجدالاقصی ته د ننوتو هڅه کوله بریدونه وکړل چې د فلم د خپریدو سره يي سخت غبرګونونه پارولي دي.
اسراییلي ځواکونو مسجدالاقصی ته د مسلمانانو په ننوتو کلک بندیز لګولی دی . اسراییلی سرتیري حتا په ښځو هم چې جومات ته د ننوتو هڅه وکړي بریدونه کوي.
د اسراییلو پولیسو یواځې تیره ورځ ۳۹ تنه فسلطینیان نیولي دي.
د اسراییلو وسله والو ځواکونو په بیت المقدس او مسجدالاقصی کې د مظاهرو نه وروسته د غزې سره په پوله کې دفاعي هوايي توغندي ځای په ځای کړل.
د اسراییلو د پوځ د راډیو د خبر له مخې پوځ د احتمالي برید او بیړنیو حالاتو په خاطر د غزې سره په پوله کې د دفاعي هوايي توغندیو د سیستم د ځای په ځای کولو پریکړه وکړه.

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه