د مصر نوي حکومت لوړه وکړه

د مصر نوي لومړي وزیر شریف اسماعیل په مشرۍ کابینې نن د ولسمشر په حضور کې د لوړې سره خپله دنده رسمآ پیل کړه.

390077
د مصر نوي حکومت لوړه وکړه

د مصر نوي حکومت نن د ولسمشر په حضور کې لوړه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د مصر پخواني لومړي وزیر ابراهیم میهلیب په مشرۍ حکومت د تیره اوونۍ د سپټمبر په ۱۲ نیټه استعفا ورکړه.
د مصر ولسمشر د ابراهیم میهلیب د استعفا د منلو نه وروسته د هیواد د نفتو او طبعي زیرمو وزیر شریف اسماعیل د نوي حکومت د جوړولو په دنده وګماره .
د مصر نوي لومړي وزیر شریف اسماعیل په مشرۍ کابینې نن د ولسمشر په حضور کې د لوړې سره خپله دنده رسمآ پیل کړه.
د مصر د پخواني حکومت ډیری وزیران په په درغلیو او اداري فساد تورن شوي وو. همداشان په مصر کې په ۲۰۱۳ کال کې په لومړنی متنخب ولسمشر محمد مرسي د کودتا نه وروسته کودتاچي رژیم د عربي هیوادونو د میلیاردو ډالرو مرستو سره سره د هیواد د ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی.
د مصر د رسمي خبري اژانس مینا د خبر له مخې د شریف اسماعیل په مشرۍ کابینې نن لوړه وکړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه