لومړنى يهودي چې غوښتل يې د داعش سره يو ځاى شي.

يو تن يهودي ځوان چې په اسراييلو كې اوسيږي د داعش د ترهګرې ډلې سره د يو ځاى كېدو په موخه سوريې ته د تګ پر لار ونيول شو.

373133
لومړنى يهودي چې غوښتل يې د داعش سره يو ځاى شي.

د اسراييلو د دولتي راډيو د خبر له مخې يو تن ۲۱ كلن يهودي ځوان چې هويت يې پټ ساتل كيږي غوښتل چې د تركيې له لارې په سوريه كې د داعش د ليكو سره يو ځاى شي. د تركي امنيتي مقاماتو د هلو ځلو په پايله كې اسراييلي ځوان نيول شوى او بېرته اسراييلو ته لېږل شوى دى.
ددې ځوان كورنۍ د خپل زوى د مشكوكو حركاتو نه شكمنه شوې وه او د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت يې خبر وركړى وو.
اسراييلي مقاماتو د تركيې د امنيتي ځواكونو سره د اړيكو د ټينګولو په پايله كې يهودي ځوان د جمعې په ورځ د سكندرون په سرحدي ښار كې ونيول شو او بېرته اسراييلو ته اعاده شو.
د اسراييلو د بهرنيو چارو د وزارت يو تن مرستيال د اسراييلي ځوان د نيولو په برخه كې د تركيې د حكومت د همكارۍ نه مننه وكړه.
ويل كيږي چې دې ځوان په اسراييلو كې عسكري هم كړې ده.
دا لومړى ځل دى چې يو يهودي ځوان غواړي چې د داعش د ليكو سره يو ځاى شي. دا هم لا معلومه نه ده چې اسراييلي ځوان مسلمانان شوى دى او كه نه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه