په مصر کې د ملي امنیت په ودانۍ برید وشو

د مصر د پلازمینې قاهرې په شمال کې د شوبرا الخیمه په سیمه کې د ملي امنیت او محکمې په ودانیو بمي بریدونه وشول.

335077
په مصر کې د ملي امنیت په ودانۍ برید وشو

په قاهره کې د نیل د روغتون چارواکیو په وینا د ملي امنیت او محکمې په ودانیو د بمي بریدونو نه وروسته د القلیوبیه په ولایت کې په امنیتي ځواکونو د برید په پایله کې د ۶ تنو پولیسو په ګډون ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.
د روغتون چارواکیو ویلي دي چې تر اوسه پورې ۲۵ تنه روغتون ته راوړل شوي دي خو د ټپیانو دقیقه شمیره معلومه نده .
د بله پلوه د مصر د بیرنیو مرستو د ادارې مشر احمد الانصاري خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ملي امنیت په ودانۍ د برید له امله لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان شوي دي .
د مصر یو تن امنیتي چارواکي چې د نوم د اخیستو نه يي ډډه کوله خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ملي امنیت په ودانۍ په برید کې د ۱ ټن چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی دی. د چاودنې له له امله د ملي امنیت د ودانۍ لویه برخه نړیدلې ده . همداشان چاودنې شاوخوا ودانیو ته هم د پام وړ زیان اړولی دی .
د مصر د کورنیو چارو د وزارت د مطبوعاتي مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنیت په ودانۍ چاودنه د موټر په مټ شوې ده . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د موټر چلوونکي د ملي امنیت د ودانۍ تر څنګ د موټر د خرابیدو په بهانه موټر د درولو نه وروسته د یو تن بل موټر سایکل چلوونکي لخوا وتښتول شو.
ویل کیږي پدې برید کې لږ تر لږه ۶ تنه پولیس ټپیان شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه