حماس د اسراييلو بې پيلوټه الوتكه ونيوله.

د حماس نظامي څانګې چې د عزالدين القسام د ځواكونو په نامه ياديږي ويلي دي چې د اسراييلو د اوردو اړوند بې پيلوټه الوتكه يې نيولې ده.

325307
حماس د اسراييلو بې پيلوټه الوتكه ونيوله.

د نظامي څانګې لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د اسراييلو د اوردو اړوند د `` skylark1`` ډوله بې پيلوټه الوتكه ناستې ته اړ كړې ده.
په اعلاميه كې راغلي دي چې دا الوتكه د الكترونيكي جګړې د تخنيكونو په كارولو سره كنترول شوې او بيا د فلسطين په خاوره كې ناستې ته اړ شوې ده.
الوتكه د تخنيكي ډلې لخوا سپړل شوې ده او د اړوندو تخنيكي بدلونونو وروسته بېرته جوړه شوې ده. ټاكل شوې ده چې دا الوتكه د اسراييلو پر ضد د حماس لخوا د جاسوسي فعاليتونو لپاره وكارول شي.
د القسام د اعلاميې په يوې برخه كې راغلي دي چې `` دا برياليتوب د قسام د غونډونو لخوا د فلسطين خلكو ته ډالۍ شوې ده. دښمن بايد په دې پوه شي چې زموږ لخوا تر څارنې لاندې دى.``
همداراز ددې ځواكونو په انټرنيټي پاڼې كې هم د بې پيلوټه الوتكې د سپړلو او بېرته د جوړولو د چارو ويډيو خپره شوې ده.
د بله پلوه دې ځواكونو د ۲۰۱۴ كال د جولاى په ۱۴مه نېټه اعلان وكړ چې د اسراييلو پر وړاندې يې ۳ ډوله بې پيلوټه الوتكې جوړې كړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه