د حماس ۲۵ زره كسيز نظامي كمپ

په غزه كې د حماس نظامي څانګې د عزالدين القسام د لوا د معلوماتو په اساس د دوبي په موسم كې يې د فلسطيني ځوانانو د نظامي زده كړو په موخه يو ۲۵ زره كسيز نظامي كمپ پرانيستى دى

385078
د حماس ۲۵ زره كسيز نظامي كمپ

په غزه كې د حماس نظامي څانګې د عزالدين القسام د لوا د معلوماتو په اساس د دوبي په موسم كې يې د فلسطيني ځوانانو د نظامي زده كړو په موخه يو ۲۵ زره كسيز نظامي كمپ پرانيستى دى. ددې لوا د معلوماتو په اساس نظامي كمپونه د `` آزادۍ`` سره مرسته كوي.
د العربيه د خبري ارګان د معلوماتو په اساس په غزه كې نظامي كمپونه د جګړې د لومړۍ كرښې د ځواكونو د بدني او روحي آماده ګۍ ځانګړى اهميت لري. په دې كمپ كې د ۱۵ كلنو تنكيو ځوانانو نه نيولې تر ۶۰ كلنو بوډاګانو پورې هر څوك كولاى شي چې د ۲ اونيو لپاره نظامي زده كړې وكړي.
په كمپ كې ګډونوالو ته د محاربې په ميدان كې د نظامي زده كړو ترڅنګ د ډزو كولو، وسلې پاكولو او همداراز په ميدان كې د لومړنيو طبي مرستو د ترسره كولو په موخه عملي او نظري معلومات وركول كيږي.
د حماس د معلوماتو په اساس نظامي كمپونه به د ښار نه په لرې پرتو سيمو كې دوام ومومي،


پيوندونه:

اړوند خبرونه