په مصر کې د انقلاب د وروستي سمبول نوم هم بدل شو.

په مصر کې د کودتاچي رژیم د ظلم پر وړاندې د مقاومت د وروستي سمبول نوم هم بدل شو. د رابعه العدویه د میدان نوم چې د کودتاچیانو پر وړاندې د مقاومت به سمبول بدل شوی وو د « هاشم برکات» په نامه بدل شو.

381164

د رابعه میدان د ۲۰۱۳ کال د اګست په میاشت کې د مصر د امنیتي ځواکونو د خونړیو عملیاتو شاهد وو چې پکې لسګونه لاریون کوونکي ووژل شول.
د مصر د حکومت لخوا په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې « د وزیرانو د شورا د پرېکړې له مخې د رابعه العدویه د میدان نوم د هاشم برکات د میدان په نامه بدل شوی دی.»
هاشم برکات د مصر لوی څارنوال وو چې تېره میاشت يې د موټرو کاروان تر بمي برید لاندې راغی او بیا وروسته به روغتون کې مړ شو.
په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې به ۳مه نېټه د نظامي کودتا نه وروسته په پلازمېنه قاهره کې د رابعه میدان د کودتاچیانو پر وړاندې د مقاومت کوونکو لخوا ډک شو چې وروسته بیا پرې د امنیتی ځواکونو لخوا برید وشو. پدې خونړيو عملیاتو کې به سلګونو مصریان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

پيوندونه:

اړوند خبرونه