د مصر لوی څارنوال ووژل شو

د مصر لوی څارنوال هشام البرکات نن په یو بمي برید کې د سخت ټپي کیدو نه وروسته ژوند د لاسه ورکړ

325020
د مصر لوی څارنوال ووژل شو

د مصر لوی څارنوال هشام البرکات  په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ.

د مصر لوی څارنوال چې نن سهار په یو بمي برید کې  سخت ټپي شوی وو  په روغتون کې ساه ورکړه. 

د انډیپنډینت  ورځپاڼې  د مصر د چارواکیو له قوله ویلي دي چې  هشام البرکات په روغتون کې ساه ورکړه. یاد شوي خبري اژانس  زیاته کړه چې  برکات  په چاودنه کې سخت ټپي شوی وو  چې څو ساعته وروسته يي ساه ورکړه.

 

 د یادولو  وړ ده  چې نن سهار  د مصر  د  لوی څارنوال  د موټرو په کتار برید وشو چې له امله  نوموړی  مړ  او ۷ تنه نور ټپیان شول.

د مصر څارنوال  هشام البرکات  په ۲۰۱۳ کال کې  په لومړني‌ منتخب ولسمشر محمد مرسي‌ د عسکري‌ کودتا نه وروسته  د  موقت  ولسمشر عدلي‌ منصور لخوا  د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو. همداشان  نوموړي  د محمد مرسي‌ او  د اخوان المسلمین  د سازمان د غړیو په محاکمه  کې  ډیر  مهم  رول  لوبولی  وو. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه