اسراییلو مسجد الاقصی ته دغزې د خلکو په تګ بندیز ولګو

اسراییلو حکومت ظلمونو ته دوام ورکوي

316449
اسراییلو مسجد الاقصی ته دغزې د خلکو په تګ بندیز ولګو

اسراییلو د روژې په مبارکه میاشت کې هم مسجد الاقصی ته د فلسطینیانو په تګ بندیز ولګو.
د اسراییلو حکومت چې یو څه موده د مخه یواځې د روژې د میاشتې په خاطر فسلطینیانو ته مسجد الاقصی کې د لمونځ کولو اجازه ورکړې وه تیره ورځ يي دا اجازه بیرته لغوه کړه .
د اسراییلو د اردو ویاند تیره شپه د خپل ټویټر د حساب له لارې په کړو څرګندونو کې وویل چې د یواځې د روزې په میاشت کې په د لویدیځې تراړې نه بیت المقدس ته د فلسطینیانو راتیریدو ته اجازه ورکړ شوې ده چې د ځینو امنیتي لاملونو له امله دا اجازه لغوه شوه.
نوموړي ویلي دي چې د جمعې په ورځ به هم فلسطینیانو ته په مسجد الاقصی کې د لمونځ کولو په خاطر بیت المقدس ته د راتیریدو اجازه ورنکړی شي.
نوموړي ویلي دي چې دا پریکړه تیره شپه د غزې نه په اسراییلو د راکټي برید د ترسره کیدو نه وروسته وشوه.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو ځواکونه د ځانګړو مسلو او حالاتو پرته د غزې اورسیدونکو ته بیت المقدس او لویدیځې ته د تیریدو اجازه نه ورکوي.
د اسراییلو اردو ویلي دي چې د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې به اجازه ورنکړی شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه