مرسي ته د اعدام جامې

د مصر لومړنى ټاكل شوى ولسمشر محمد مرسي چې د كودتا په واسطه له واكه لرې او بيا د كودتاچي رژيم د محاكمو لخوا پر اعدام محكوم شو د لومړي ځل لپاره ورته د اعدام نارنجي جامې واغوستل شوې.

312826
مرسي ته د اعدام جامې

محمد مرسي نن په پلازمېنه قاهره كې قضايي جلسې ته د لومړي ځل لپاره په سرو جامو كې راوړل شو. په سيمه كې د اناتوليا د اژانس د خبر له مخې مرسي د جلسې پرمهال د خپلو ملګرو لخوا د تود هركلي سره مخامخ شو.
يو شمېر ملګرو يې مرسي ته په خطاب كې وويل چې `` ستا زنداني كېدل به وطن آزاد كړي.``
د مصر د محبسونو د قانون له مخې هغه كسان چې تر اوسه محكمې يې په اړه پرېكړه نه وي كړې په سپينو جامو كې، د محكمې لخوا محكوم شوي كسان په شنو جامو كې او پر اعدام محكوم شوي كسان بيا په سرو جامو كې بايد محاكمې ته حاضر شي.
د بله پلوه شنونكي وايي چې دا اقدام د اخوان المسلمين په پلويانو باندې د روحي فشار له امله شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه