د شهيدې اسما د پلار اعدام هم قطعي شو

كودتاچي محكمې نن په مصر كې د اخوان المسلمين د يو شمېر مشرانو د اعدام سزا تاييد كړه. په دې كسانو كې محمد بلتاجي هم شامل دى.

305949
د شهيدې اسما د پلار اعدام هم قطعي شو

محمد بلتاجي د شهيدې اسما بلتاجي پلار او د اخوان المسلمين د سازمان د مشرانو نه دى چې نن د كودتاچي محكمې لخوا په اعدام محكوم شو.
محكمې، د حريت او عدالت د ګوند سرمنشي محمد بلتاجي، د اخوان المسلمين د رهبي شورا مرستيال خيرت شاطر او د پخواني ولسمشر محمد مرسي سكرتر په ګډون د يو شمېر كسانو د اعدام حكم تاييد كړ.
په مصر كې د `` جاسوسۍ`` او `` محبسونو `` په نامه د دعواګانو په لړ كې د پخواني ولسمشر محمد مرسي په ګډون د ۱۲۱ تنو د دعوا نهايي فيصله همدا شېبه په پلازمېنه قاهره كې روانه ده.
محمد بلتاجي چې د الازهر په پوهنتون كې استاد هم دى په پخوانيو قضايي جلسو كې يې ويلي ول چې `` اعدام زموږ لپاره شرف دى.`` بلتاجي تر ننه پورې په ټولو قضايي جلسو كې په مسكۍ خوله ګډون كولو.
اسما بلتاجي څوك وه؟
۱۷ كلنه اسما بلتاجي د محمد بلتاجي لور وه چې په ۲۰۱۲م كال كې د كودتا پرمهال په پلازمېنه قاهره كې د رابعې په ميدان كې د لاريون پرمهال د مصري عسكر لخوا په نښه شوه او بيا وروسته شهيده شوه. د پېغلې اسما شهادت د مصر او تركيې سربېره ټوله نړۍ د غم په ټغر كېنوله.


ولسمشر رجب طيب اردوغان د هغه ليك چې د محمد بلتاجي لخوا خپلې شهيدې لور ته لېكل شوى وو د اورېدلو سره وژړل.
بلتاجي اسما ته د خپل ليك په يوې برخه كې داسې ليكلي ول:


( ګرانې لورې!
زما د قدر وړ ښوونكې ...
تا ته الوداع نه وايم. برعكس سبا ته ستا د ليدلو په هيله يم. تا د ظلم او طغيان پر وړاندې په لوړ سر عصيان وكړ. ټول خنډونه دې لرې كړل او په آزادۍ مينه شوې. په اوسني مدنيت كې ددې امت د برحق ځاى د موندلو په موخه دې مبارزه وكړه. تا د خپلو همزولو سره لوبو ته وخت نه درلود ...
ستا د شهادت نه دوه ورځې وړاندې مې په خوب كې وليدلې. د ناوې سپينې جامې دې په تن وې. داسې ښكلې وې چې په دې نړۍ كې دې ما سارى ليدلى نه وو. چوپه خوله مې تر څنګ كېناستلې. درنه مې وپوښتل چې ``آيا نن ستا د واده شپه ده؟`` ته مسكۍ شوې. ودې ويل چې `` زما واده به د شپې نه بلكې ماسپښين كې وي.`` د چهارشنبې په ماسپښين چې مې كله ستا د شهادت خبر واورېد، د خپل خوب په تعبير پوه شوم.الله ج ته مې زارۍ وكړې تر څو ستا شهادت قبول كړي. ستا شهادت يو ځل بيا زموږ حقانيت ثابت كړ او زموږ د دښمانانو د باطلې لارې سره د مبارزې ځواك يې راكړ.)


پيوندونه:

اړوند خبرونه