د مصر کودتاچي رژیم د اخوان المسلمین یو تن بل مشر هم زنداني کړ

د مصر امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین د رهبري شورا غړی علي محمد طه وحداني ونیو.

295390
د مصر کودتاچي رژیم د اخوان المسلمین یو تن بل مشر هم زنداني کړ

د مصر امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین یو تن بل مشر هم ونیو.
د مصر امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین د رهبري شورا غړی علي محمد طه وحداني ونیو.
د علي محمد طه وحداني زوی احمد واحداني د ټولنیزې مډیا فیسبوک له لارې د خپل پلار د نیول کیدو نه خبر ورکړ. نوموړي په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې یوه لنډه شپه د مخه امنیتي ځواکونو زما پلار ډاکټر علي محمد طه وحداني ونیولو.
علي محمد طه وحداني په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳ په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د عسکري کودتا د ترسره کیدو نه وروسته په رابعه العدویه میدان کې د مظاهرو مشري په غاړه درلوده. نوموړی د رابعه العدویه د پیښې نه راپدیخوا لا درکه وو چې نن يي د نیولو خبر خپور شو.
همداشان شاوخوا یو کال د مخه د مصر په مطبوعاتو کې (علي محمد طه وحداني د اخوان المسلمین د رهبري شورا د مشر په توګه وټاکل شو ) په اړه خبرونه خپاره شول خو دا خبرونه بیا د اخوان المسلمین لخوا رد شول .
اخوان المسلمین وویل چې د رهبري شورا مشري اوس هم د محمد بدیع په غاړه ده.
په مصر کې د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي پر خلاف د ترسره شوې عسکري کودتا نه راپدیخوا د اخوان المسلمین د سازمان ډیری مشران او پیژندل شوې څیرې زنداني شوي دي.
د اخوان المسلمین ډیر مشران د مصر د کودتاچي رژیم لخوا په اعدام محکوم شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه