اسراییلو محکمې د فلسطین د پارلمان ریس په ۱۲ میاشتو حپس محکوم کړ

د اسراییلو یوې عسکري محکمې د فلسطین د پارلمان ریس عزیز دویک په ۱۲ میاشتو حپس محکوم کړ

289103
اسراییلو محکمې د فلسطین د پارلمان ریس په ۱۲ میاشتو حپس محکوم کړ

د اسراییلو یوې عسکري محکمې د فلسطین د پارلمان ریس په ۱۲ میاشتو حپس او ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم کړ.
د الاحرار د اسیرانو او بشري حقونو نه د څار مرکز ویلي دي چې د اسراییلو یوې عسکري محکمې د فلسطین د پارلمان ریس عزیز دویک په لویدیځه تراړه کې په یو مراسمو کې د کړې وینا له امله په ۱۲ میاشتو حپس او ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم کړی دی .
د یاد شوي مرکز لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې یادې شوې عسکري محکمې د فلسطین د پارلمان د ریس د محاکمې په ترڅ کې ۱۴ ځله غونډې کړي دي چې د محکمې په وروستۍ جلسه کې عزیز دویک په ۱۲ میاشتو حپس محکوم کړ.
یاد شوي مرکز د فلسطین د پارلمان د ریس په اړه د اسراییلو د محکمې پریکړه په کلکه توګه غندلې او د اسراییلو په زندانونو کې د فلسطین د پارلمان د غړیو د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه کړې ده .
د احرار د مرکز ریس فواد الخفش ویلي دي چې د اسراییلو رژیم په ۲۰۰۶ کال کې په غزه کې د حماس د بري نه وروسته د فلسطین په پارلمان بریدونه پيل کړي دي . اسراییلي حکومت وخت نا وخته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول سره په پارلمان فشارونه راوړي او د هغوې د کار مانع کیږي.
د یادولو وړ ده چې اسراییلي ځواکونو د فلسطین د پارلمان ریس عزیز دویک د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۲ نیټه د الخلیل په ښار کې په خپل کور کې ونیو. نوموړی په الخلیل ښار کې د دریو تنو یهودانو د لا درکه کیدو او وروسته د هغوي د مړو د موندل کیدو نه وروسته د اسراییلي ځواکونو لخوا د پيل شوو عملیاتو په لړ کې ونیول شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه