د اسراييلو پخواني لومړي وزير ته د بند سزا

د اسراييلو پخوانى لومړى وزير ايهود اولمرت د رشوت د اخسيتلو په تور محاكمه او په اتو مياشتو بند محكوم شو.

288753
د اسراييلو پخواني لومړي وزير ته د بند سزا


د اسراييلو پخوانى لومړى وزير ايهود اولمرت د رشوت د اخسيتلو په تور محاكمه او په اتو مياشتو بند محكوم شو.
په بيت المقدس كې يوې سيمه ايزې محكمې پر اولمرت تور ولګولو چې د يو تن امريكايي سوداګر نه يې رشوت اخيستى دى. محكمې اولمرت ته د اتو مياشتو د بند د سزا تر څنګ ۱۵۰ زره ډالره نقدي جريمه هم كړ.
د يادولو وړ ده چې اولمرت پخوا هم د رشوت د اخيستلو په تور په شپږو كلونو بند محكوم شوى وو. پدې ډول به په شپږو كلونو باندې اته مياشتې نورې هم اضافه شي.
په تل آبيب كې محكمې د تېر كال د مې په مياشت كې پر ايهود اولمرت تور ولګولو چې د بيت المقدس د ښاروال په توګه د دندې د اجرا كولو پر مهال يې د هالي لنډ د پروژې په برخه كې يې رشوت اخيستى دى. پدې ډول محكمې اولمرت په شپږ كلونو تنفيذي بند او ۲۹۰ زره ډالرو نقدي جريمې محكوم كړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه