په مصر كې د مرسي د اعدام پر وړاندې نيوكې روانې دي.

په كاناډا كې د مدني ټولنې يو شمېر غړو د كودتاچي رژيم لخوا، پخواني ولسمشر محمد مرسي د اعدام د سزا د وركول كېدو پر وړاندې لاريون وكړ.

286738
په مصر كې د مرسي د اعدام پر وړاندې نيوكې روانې دي.

دا لاريون چې د مونتريال په ښار كې د مصر د قونسلګرۍ پر وړاندې ترسره شو پكې د مصريانو سربېره د نړۍ د نورو هېوادونو هېودوالو هم ګډون كړى وو.
لاريون كوونكو په مصر كې د محبسونو د جامو په اغوستلو او په غاړو كې د اعدام د پړو د اچولو سره په چوپه خوله خپل اعتراض وړاندې كړ.
يو شمېر نورو لاريون كوونكو بيا خلكو ته د ګلانو سره د هغو كسانو د نومونو لست هم وركړ چې په مصر كې د كودتاچي رژيم لخوا پر اعدام محكوم شوي دي. لاريون كوونكو د كاناډا لومړي وزير سټېفان جوزېف ته د يو ليك د لېږلو په موخه د خلكو نه لاسليكونه هم راټولي.
د بله پلوه پدې لاريون كې د بښنې د نړيوال سازمان يو تن استازي هم ګډون كړى وو. د آبري هيريس په نامه استازي وويل چې په مصر كې د ټاكل شوي ولسمشر د اعدام د سزا پر وړاندې د محمد مرسي تر څنګ ولاړ يو.
د لاريونونو د تنظيم د كمېټې مشر بيا پدې اړه د تركيې د دريځ او په ځانګړي توګه د ولسمشر رجب طيب اردوغان د څرګندونو له امله خوښي څرګنده كړه. دينا عبدالفتوح وويل چې ``پداسې حال كې چې د اعدام د پرېكړې پر وړاندې ټوله نړۍ چوپه خوله وه، اردوغان خلكو ته د غږ پورته كولو جسارت وركړ. اردوغان زموږ په زړونو كې ځاى لري.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه