سعودي کې په جومات د ځانمرګي برید له امله ۱۲۵ تنه مرګ ژوبله اوښتې

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تیره ورځ په جومات کې د لمانځه پر مهال د ځانمرګي برید له امله ۲۱ تنه مړه او څه باندې سل تنه نور ټپیان شوي دي

285716
سعودي کې په جومات د ځانمرګي برید له امله ۱۲۵ تنه مرګ ژوبله اوښتې

په سعودي عربستان کې تیره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال په یو جومات کې د ترسره شوي ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۲۱ تنه او د ټپیانو شمیره څه باندې سل تنه ښودل شوې ده.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تیره ورځ د هیواد په ختیځ کې د القطیف د ښار د القدیح په سیمه کې د امام علي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د جمعې د لمانځه د خطبې پر مهال د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول چې له امله يي ۲۱ تنه په شهادت ورسیدل او څه باندې ۱۰۰ تنه لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.
ټپیان سمدلاسه د سیمې روغتونونو ته انتقال کړې شول.
سعودي عربستان ددې برید نه د یو ترهګریز برید په توګه یادونه وکړه او وویل چې د برید عاملین به هر څه ژر ونیسې او د خپلو اعمالو په سزا به يي ورسوي.
د بله پلوه د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه واخیسته.
د داعش ډلې ویلي دي چې برید ددوی لخوا شوی دی .
د سعودي عربستان عالي قضايی شورا دا برید په کلکه توګه غندلی او ددې برید نه يي د یو ضد انساني او ضد اسلامي برید په توګه یادونه کړې ده .
د یادې شوې شورا ویاند سلمان بن محمد النشوان ویلي دي چې دا یو جنایتکارانه او خبیث عمل دی چې په هیڅډول د اسلام د دین او مسلمانانو سره ارتباط نلري. موږ پدې پوره باور لرو چې هیڅ عاقل مسلمان چې د حلال او حرامو ترمنځه فرق وکړای شي داسې یو وحشیانه برید او قتل عام نه ترسره کوي. د همدې امله وایو چې دا د کوم مسلمان کار ندی.
د هیواد دښمنان غواړي چې په سعودي عربستان کې د نفاق تخم وکړي او د خلکو ترمنځه مذهبي ستونزو ته لمن ووهي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه