د داعش د ډلې د مشر البغدادي د مړینې قوي ادعا شوې ده

د عراق مظبوعاتو داعش ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي دي چې د داعش مشر البغدادي ژوند د لاسه ورکړ

249478
د داعش د ډلې د مشر البغدادي د مړینې قوي ادعا شوې ده

د داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې ادعا شوې ده .
د داعش د ډلې مشر البغدادي چې یو څه موده وړانډې د امریکا په هوايي عملیاتو کې سخت ټپي شوی وو د سوري د رقه په ښار کې ژوند د لاسه ورکړ.
د داعش ډلې ته بعضې نږدې سرچینو د البغدادي د مړینې د خبر پخلی کړی دی .
همداشان داعش ته نږدې سرچینو ویلي دي چې د داعش قومندانانو د البغدادي ځای ناستي ټاکل شوي ابو اعلی افري ته بیعت کړی دی.
د عراق د وردنا خبري اژانس د موصل په ښار کې داعش ته د یوې نږدې سرچینې له قوله ویلي دي چې د داعش قومندانانو د البغدادي د مړینې د خبر پخلی کړی دی . یاد شوي خبري اژانس ویلي دي چې البغدادي د تیرې میلادي میاشت په وروستیو کې د ټپي کیدو نه وروسته د درملنې په خاطر د سوریې د رقه ښار ته یوړل شو چې یوه لنده موده وړاندې ژوند د لاسه ورکړ. یاد شوي خبري اژانس لیکلي دي چې البغدادي د خپل خصوصي ډاکټر په غیږ کې ساه ورکړې ده .
د عراق د وردنا خبري اژانس ویلي دي چې د داعش قومندانانو د موصل ښار په شاوخوا کې د تلعفر په ښار کې د صدام په جامع جومات کې نوي خلیفه ابو اعلی افري ته بیعت پیل کړی دی .

د داعش د ډلې نوی خلیفه څوک دی ؟
د بله پلوه د عراق مطبوعاتو ویلي دي چې د داعش د ډلې د نوي خلیفه نوم چې د ابو اعلی افري په نامه مشهور دی عبدالرحمان مصطفی الشیخلر دی.
ویل کیږي د داعش د ډلې نوی مشر ابو اعلی د عراق د تلعفر د سیمې اوسیدونکی او د فزیک ښوونکی دی. نوموړي سره ددې چې د شریعاتو په برخه کې هم زده کړې کړي دي خو ډیره موده يي د ښاري بس موټر د چلوونکي په توګه کار کولو.
ابو اعلی په ۱۹۹۰ کلونو کې د عراق د تلعفر په ښار کې د جهاد د اډیالوژۍ په اړه په ښوونې پیل وکړ. ابو اعلی به ډیری وخت په پټه او بعضې وختونه په ښکاره توګه د تلعفر په لوی جامع جومات کې وعظ او نصیحت کولو.
ابو اعلی په ۲۰۰۴ کال کې د امریکا لخوا په عراق د یرغل نه وروسته د خپل هیواد نه وتښتید او د القاعدې د ډلې سره یو ځای شو. نوموړی لنډه موده وروسته په عراق کې د القاعدې د ډلې مشورتي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
ابو اعلی هم د البغدادي په څیر د امریکایانو لخوا د نیولو کیدو نه یو څه موده وروسته خوشې شوی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه