په مصر کې د پولیسو په مرکز برید وشو.

د مصر د سینا په نیمه ټاپو کې په امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۴۳ تنه نور ټپيان شول.

234588
په مصر کې د پولیسو په مرکز برید وشو.

په مصر کې د پولیسو په مرکز برید وشو.
د مصر د سینا په نیمه ټاپو کې په امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۴۳ تنه نور ټپيان شول.
د مصر د الاریش په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز د موټر په مټ برید ترسره شو چې له امله د ۵ تنو پولیسو په ګډون ۶ تنه مړه او ۴۱ تنه نور ټپیان شول.
همداشان د مصر په شمال کې د شیخ زواید په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یو زریهداره ګاډي برید وشو چې له امله يي ۷ تنه سرتیري مړه او ۲ تنه نور ټپيان شول.
د بریدونو مسولیت د سینا ولایت په نامه یوې ډلې چې یو څه موده وړاندې داعش سره بیعت کړی دی په غاړه اخیستی دی .
د یادولو وړ ده چې په مصر کې وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو دیته ورته بریدونه کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه